د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۳ کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز کې د تېرو سېلابونو له امله ۴۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یو باب خیمه، یو تخته پلاستیکي فرش، یو تخته ترپال او ځینې نور د اړتیا وړ توکي ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره