له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست د رئیسانو او مرکزي کارکوونکو د کمپیوټري برنامو د ظرفیت لوړونې له بهیر څخه  څارنه وکړه

rahyab
Sat, Mar 15 2025 9:45 PM
news image

نن سهار د شنبې په ورځ، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د دغې ادارې د رئیسانو او مرکزي کارکوونکو لپاره د کمپیوټري برنامو د ظرفیت لوړونې له بهیر څخه چې درې میاشتې مخکې پیل شوی و، څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب درې میاشتې مخکې یوه ځانګړې کمیټه ټاکلې وه، ترڅو د ادارې د رئیسانو او کارکوونکو د کمپیوټري برنامو د استفادې کچه وارزوي، او هغه مسئولین چې اړتیا یې لرله، د کمپیوټر مرکز ته چې له اوږدې مودې وروسته بېرته فعال شوی و، ور معرفي شوي ول، نن د درې میاشتني زده‌کړیز بهیر تر بشپړیدو وروسته، د هغوی ارزونه په ریاست ‌وار ډول د خپل دفتر په کچه وکړه.
د ادار ې سرپرست ټینګار وکړ چې په نننۍ نړۍ کې د کمپیوټر کارونه د ادارې د چارو د پرمخ وړلو او پر وخت د خدماتو وړاندې کولو لپاره ډېر اړین دي، او باید هر کارکوونکی د خپلې دندې له مخې دا مهارتونه زده کړي، ترڅو کارونه په چټک او منظم ډول تر سره شي.

نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۱۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .