د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اکټیډ موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ECCO موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې ۵۰ کورنیو ته د تشنابونو د ترمیم او جوړولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې ۲۸ کورنیو هرې یوې ته د تشنابونو د ترمیم لپاره د لومړي قسط ۵۲۲۰ افغانۍ او ۲۲ کورنیو هرې یوې ته د تشناب د وسایلو پېرلو لپاره ۴۰۷۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۶۶/۹/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره