د اورلګېدنې د مخنيوي د دايمي تخنيکي کمېټې غونډه ترسره شوه

د اورلګېدنې د مخنيوي د دايمي تخنيکي کمېټې غونډه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د خطرونو د مخنیوي او کمولو ریاست د رئيس ملا نورمحمد بدري په مشرۍ د اطفایه لوی ریاست، د افغان بیمې شرکت، د کابل ښاروالۍ او د تیلو او ګازو د تنظیم ریاست د مسؤلینو په ګډون د يادې کمېټې د کاري راپورونو په اړه ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د اورلګېدنې د مخنیوي د عملیاتي پلان د تطبیق، په پمپ سټېشنونو کې د ترسره شویو تدابیرو او احتیاطي تدابیرو په اړه د ادارو د راپورنو د وړاندې کولو په هکله بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه د سوداګریزو مرکزونو او پمپ اسټیشنونو د سروې او پلټنې ټیم د راپور له مخې، د کابل ښار په ۱۴ او ٥ ناحیو کې ٥٥ پمپ اسټېشنونو سروې او پلټنه ترسره شوه. چې له جملې څخه یې ١ معیاري پمپ اسټېشن، ٦ نیمه معیاري پمپ اسټېشنونه، ۳۱ نسبی معیاري پمپ اسټېشنونه او ۱۷ غیر معیاري پمپ اسټېشنونه په نښه شول او مالکینو ته یې لازمې لارښوونې ورکړل شوی
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې چمتو شوی راپور دې د اقتصادي معاونیت محترم عالي مقام ته واستول شي. دغه راز څلور پمپ اسټېشنونه چې په تېره غونډه کې غیر معیاري په نښه شوي وو، د اقتصادي معاونیت محترم عالي مقام د حکم له مخې د یکشنبې تر ورځې وخت ورکړل شو، چې د نه معیاري کېدو په صورت کې به وتړل شي.
نېټه: ١٤٤٦/٨/١٣
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره