د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې شورا په مالي ملاتړ, په اچین او سپین غر ولسوالیو کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۷۸ زیانمنو کورنیو ته د کورونو د جوړولو په موخه نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته له ۲۲,۰۲۰ نه تر ۷۲,۸۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې, چې ټولټال 3,031,280 (۳ میلیونه, ۳۱ زره او ۲۸۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۰۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره