د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ORCD_GOLOBAL موسسې په همکارۍ او د ملک سلمان بنسټ بشردوستانه مرکز له لوري د دې پروژې په تمویل سره، ۳۰۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یو باب خیمه، ۵ تختې کمپلې، یوه تخته پلاستیکي فرش او د پخلنځي ۱۸ قلمه وسایلو یو کېټ ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره