د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۵,۰۳۸,۵۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ۱۵,۸۷۰ کورنیو ته ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF او CDRO موسسو په مالي ملاتړ، ۱۵,۸۷۰ بې سرپرسته، معلولینو او بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي قیام الدین جانبار او د یادو موسسو د استازو په شتون کې د هرې کورنۍ لپاره ۱۳,۵۵۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي وې چې په مجموع کې ۲۱۵,۰۳۸,۵۰۰ افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره