له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CRS موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
Thu, Dec 05 2024 12:36 PM
تصویر خبر

نن ورځ  پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رییس او سرپرست الحاج مولوي محمد علم عالميار د کاتوليک خيريه موسسې (CRS) د کابل څانګې له رئیس احمد فريد صميمي سره وکتل او د ګډو همکاريو تفاهم‌نامه یې لاسليک کړه.
په دې غونډه کې دواړو لوریو د ژمي په موسم کې د زيانمنو شوو کسانو سره د مرستې او نورو فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او د پروژو په پلي کولو کې د همغږۍ پر اهمیت یې ټينګار وکړ.
د دې تفاهم نامې له مخې، د کاتوليک خيريه موسسې د دايکنډي ولايت د اشترلي ولسوالۍ ۹۰۴ کورنيو (چې ټولټال ۶۳۲۸ کسان کېږي) سره د مرستې لپاره ۵۷۷,۷۳۱ امريکايي ډالرځانګړي کړي دي. په دې توګه، هر فرد ته به ۶۶.۸۵۷ ډالره يا د هغې معادل افغانۍ ورکول کېږي، چې د ۷ کسیزې کورنۍ لپاره په منځنۍ توګه ۴۶۸ ډالره به د درې مياشتو لپاره د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره وويشل شي.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر


 

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .