د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل  په ښار کې د ۶۷۱ کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
Sun, Dec 01 2024 4:31 PM
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ژغورنې نړیوالې کمېټې IRC په  مالي ملاتړ، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پېښو له امله ۶۷۱ زیانمنو اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ  پیل کړه.
په دې پروسه کې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس الحاج مولوي نجیب الله انوري، د IRC موسسې څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې وویل: نن ورځ له سروې وروسته، 671 کورنیو هرې کورنۍ ته د ژمي د سون توکو او جامو پېرلو لپاره 5400 افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شي. 
 مولوي صاحب انوري زیاته کړه چې د مرستو وېش له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې ترسره کېږي. هغه د IRC موسسې څخه د مننې ترڅنګ، له ټولو موسسو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې مرستې زیاتې او دوامداره کړي، او ټینګار یې وکړ چې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسلامي امارت د قوانینو سره سم د همکاریو لپاره چمتو دی.
په پای کې، د مرستو اخیستونکو کورنیو د IRC موسسې او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له دې ګام څخه مننه او خوښي څرګنده کړه.

نېټه:۱۴۴۶/۵/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .