له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او HHAO مؤسسې ترمنځ دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه
نن ورځ دو شنبه له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د HHAO دمؤسیسې عبدالغافر نیازي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب دیادي مؤسیسې رئیس عبدالغافر نیازي ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي مؤسیسات د اولس لپاره دبهر هیوادونو څخه مرستي راټولوي او پر مستحقو کسانو یی ویشي او ددې مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یی مننه وکړه چي په سختو شرایطو کي زموږ دزوریدلي اولس سره همکاري کوي.
او زیاته یې کړل چي دټولو مؤسیساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه داده چي د طبعي او غیري طبعي پیښو پر وړاندي مبارزه کي زموږ سره پوره همکاري وکړي.
دHHAO مؤسیسې رئیس عبدالغافر نیازي وویل غواړو چي افغان اولس ته دبیلابیلو لارو څخه مرستي برابري کړو او پر مستحقو کسانو یی وویشو.
دیادوني وړ ده چي یاده مرسته د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کي د ۱۲ دولس زره ۸ سوه ۲۴ څلورویشت ډالرو په ارزښت ۱۵۰ یو سل پنځوس کورنیو ته خوراکي توکي ویشل کیږي چي هري کورنۍ ته یو پارسل ۲۴.۵ کیلو اعلی ورجي، ۵ لیټره غوړي،۷ کلیو لوبیا،۷ کیلو بوره او یوه کیلو شین چای شامل دي.
نیټه: ۱۴۴۶/۴/۱۸ هــ ق
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره