د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست د جاپان هیواد له سفیر سره وکتل او اړمنو ته د رسېدنې په اړه یې خبرې وکړې

rahyab
Sun, Jul 28 2024 10:02 AM
news  image

کابل- د محرم الحرام ۱۹-۱۴۴۶/ د زمري ۴-۱۴۰۳
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست، نن سهار د خپل کار په دفتر کې په کابل کې مېشت د جاپان هیواد له سفیر کورمیاتاکایوشي سره وکتل او په داخل او بهر کې د ظرفیت لوړولو پروګرامونو پلي کولو، په اداره کې د اړتیا وړ وسایلو، په اضطراري حالاتو کې د پېښو مدیریت لپاره د رضاکارانو پر طرحې جوړولو او اړمنو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست، د جاپان هیواد سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوۍ له بشري مرستو مننه وکړه، او د دفتري وسایلو، د ظرفیت لوړولو پروګرامونو پلي کولو، ورکشاپونو او د دې ادارې د کارکونکو لپاره د پېښو مدیریت په برخه کې د تجربو شریکولو غوښتنه وکړه.
ورته مهال، په کابل کې د جاپان سفیر د افغانستان له خلکو سره د جاپان د خلکو د دوستي په اړه په خبرو سره ووېل: د جاپان خلک د افغانستان له خلکو سره هر ډول مرستو ته چمتو دي. 
ښاغلي تاکایوشي روزنیز پروګرامونه له اساسي پروژو څخه وبلل او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د کارکونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو برابرولو او د دفتر اړتیا وړ وسایلو ورکولو ژمنه یې وکړه.
همدارنګه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې, د جاپان د JICA موسسې او د ترکیه هیواد د ټیکا موسسې ترمنځ په همکاري او همغږي, د یادې ادارې د کارکونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو پر پلي کولو هم خبرې وشوې.
په پای کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست، پر دوه اړخیزې همغږي او تفاهم ټینګار وکړ او د متقابلې همکاري ژمنه یې وکړه.

news image

Latest news

Tue, Oct 07 2025 3:32 PM
Background image

An MoU for joint cooperation, valued at 292,399 US dollars, was signed between ANDMA and the Aga Khan Development Network

Today, on Tuesday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Rahatullah Baig, the Executive. . .

Sun, Oct 05 2025 3:22 PM
Background image

Two MoUs on Joint Cooperation were Signed Between ANDMA and World Vision and Kuak Organizations

Today in morning, on Sunday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, held a separate meetings at his office with. . .

Sun, Oct 05 2025 9:56 AM
Background image

The Director General of ANDMA Honors Seventeen National Traders from the Country for Assisting Victims of the Recent Kunar Earthquake

Today in evening, the esteemed Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with seventeen national. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .