۱۲۹ زیانمنو کورنیو په کونړ ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې
کونړ- د زمري ۱۶مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په بېلابیلو ولسوالیو کې ۱۲۹ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو او بارانونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۴۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.