د پسرلي په رارسیدو سره د دغه وزارت د نیالګي کېنولو په پروګرام کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ګډون

کابل د کب ۲۴مه-۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ۱۴۰۲ لمریز کال د پسرلي په رارسیدو سره د نیالګي کېنولو پروګرام، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، رییسانو او د دغه وزارت د کارکونکو په ګډون پیل کړ.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د دغه وزارت په انګړ کې د نیالګي په کېنولو سره ووېل چې، د نیالګي کېنول د چاپېړیال د تازه والي لپاره اړین دی او موږ ټول باید په دې برخه کې په ګډه کار کړو. همدارنګه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه، چې د ونو کرل او د ځنګلونو ساتنه د پېښو خطرونو کمولو لپاره خورا مهم دي او په دې برخه کې باید جدي هڅې وشي.
