په نورستان ولایت کې ۱۵۶۳ کورنیو نغدي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
نورستان- د کب ۱۱مه-۱۴۰۱
د نورستان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره په همغږي، د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې ۱۵۶۳ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۷۵۰۰ نغدي افغانۍ، ۳ تختې کمپلې او د ژمني جامو کېټ ووېشل شول.
