په هېواد کې د ۱۴۰۱ کال د مرغومي ۱۸مې د وروستیو بارانونو او واورو تازه جزیات

rahyab
Sun, Jan 08 2023 2:35 PM
news photo

د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې د هېواد په ۲۰ ولایتونو؛ پکتیکا، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، غزني، بامیان، غور، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه، پنجشیر، بلخ، کاپیسا، لغمان، کونړ، نورستان او بدخشان کې بارانونه او واورې شوي دي.
چې د بدخشان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د جلا راپورونو له مخې، ټول هغه کسان چې د یاوان ولسوالۍ په معدن کې بند پاتې وو، ژغورل شوي او د فیض اباد روغتون ته لېږدول شوي دي. همدارنګه د زياتې واورې ورېدو له امله د غور – کابل عمومي لاره تړل شوې او شپږ موټرونه په کې بند پاتې دي او د ټولګټو وزارت په همغږۍ د پاکولو چارې په شدت سره روانې دي او یوه چورلکه هم په سیمه کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې لپاره استول شوي ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه، د ټولو ولایتونو پېښو سره د مبارزې ریاستونو ته دنده سپارلې، چې د ټپیانو د ژغورنې بهیر ګړندۍ کړي، د پېښو له امله زیانمنو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي او د احتمالي پېښو پر وړاندې بشپړ چمتووالۍ ونیسي.
د یادولو وړ ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د همکارو موسسو په همکارۍ د ژمي په موسم کې، احتمالي زیانمنو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې وېشلې دي او همدارنګه د ژمي په فصل کې چې لارې تړل کېږي احتمالي پیښو ته د رسېدنې په موخه بیړنۍ بشري مرستې لېږلي دي.
 

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .