۵۳۱ کورنیو سره په کونړ ولایت کې د روغتیایي کېټونو مرستې ترسره شوې
کونړ- د لړم۲۶مه-۱۴۰۱
د DACAAR موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې د بیلابېلو پېښو له امله زیانمن شویو ۵۳۱ کورنیو ته له سروې وروسته روغتیایي کېټونه ووېشل، همدارنګه د یاد شمېر کورنیو له جملې څخه ۲۷ کورنیو ته بېړني تشنابونه هم جوړ شول.