پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر میدان وردګ ولایت ته ورسېد

tamim_azimi
Sun, Nov 13 2022 10:10 AM
تصویر خبر

میدان وردګ- د لړم ۲۲مه -۱۴۰۱
الحاج ملام محمد عباس آخند، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، پداسې حال کې چې مولوي احمد شاه ذهین د دغه وزارت د پېښو چارو کارپوه ورسره ملتیا کوله، میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او د مولوي الحاج محمد امین عمري د میدان وردګ ولایت والي، مولوي شیر احمد د ولایت مرستیال او مولوي فیض الله جلالي د دغه ولایت د پېښو سره د مبارزې رییس سره یې وکتل.
په دې کتنه کې د میدان وردګ والي د ښه راغلاست ترڅنګ په میدان وردګ ولایت کې پر وروستیو سیلابونو باندې خبرې وکړې او زیانمن شویو ته پر وخت رسېدنې او مدیریت څخه په مننې سره ووېل: دغه ولایت د فصلي سیلابونو سره مخامخ دې چې هر کال خلکو ته درانه مالي، ځاني او کرنیز زیانونه اړوي.
ښاغلی عمري، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر څخه زیانمن شویو ته پر وخت د رسېدنې او وقایوي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
وروسته الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، زیانمن شویو ته بشردوستانه مرستو د وېش په اړه ووېل: ۱۱ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي چې، اوړه، وریجې، غوړي، بسکېټ، مګي آش، مربا، څپلکې، جامې، غنم، د حبوباتو کنسر او چپس دغه ولایت ته لېږل شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، میدان وردګ ولایت ته د لازیاتو مرستو ژمنه ورکړه.
ورته مهال د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې رییس، د وروستیو سیلابونو له امله رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره ووېل: د ۳۰ زره څخه زیاتو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشل شوي او د وېش لړۍ روانه دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست څخه وغوښتل ترڅو د زیانمن شویو سیمو څخه دقیقه سروې ترتیب کړي او د نورو کړنو لپاره یې مرکز ته ولېږي.

news photonews photo

Latest news

Tue, Oct 07 2025 3:32 PM
Background image

An MoU for joint cooperation, valued at 292,399 US dollars, was signed between ANDMA and the Aga Khan Development Network

Today, on Tuesday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Rahatullah Baig, the Executive. . .

Sun, Oct 05 2025 3:22 PM
Background image

Two MoUs on Joint Cooperation were Signed Between ANDMA and World Vision and Kuak Organizations

Today in morning, on Sunday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, held a separate meetings at his office with. . .

Sun, Oct 05 2025 9:56 AM
Background image

The Director General of ANDMA Honors Seventeen National Traders from the Country for Assisting Victims of the Recent Kunar Earthquake

Today in evening, the esteemed Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with seventeen national. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .