د JOHANNITER موسسه په سپېرې ولسوالۍ کې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د څارویو مرسته او په معیاري توګه کورونه جوړوي

rahyab
Thu, Nov 03 2022 10:57 AM
تصویر خبر

کابل- د لړم ۱۲مه-۱۴۰۱
محترم الحاج مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او د وروستۍ زلزلې ځپلو لپاره د مرستو د تنظیم او رسېدنې کمېسیون سرپرست نن سهار له حامد مختار د JOHANNITER موسسې مسوول سره په خپل کاري دفتر کې د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې زلزلې ځپلو لپاره د کورونو جوړولو په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
لومړۍ الحاج مولوی شرف الدین مسلم د دغه وزارت مرستیال او د زلزلې ځپلو لپاره د مرستو د تنظیم او رسېدنې کمېسیون سرپرست په بېړنیو حالاتو کې د ملي او نړیوالو موسسو له کړنو، همکاري او همغږي څخه په ستاینې سره د زیانمن شویو لپاره د لازیاتې همکاري او همغږي غوښتنه وکړه.
ښآغلي مسلم زیاته کړه چې اړتیا ده ترڅو د زلزلې ځپلو بېړنیو اړتیاوو ته له رسېدنې وروسته، د هغوۍ کورونه باید د طبیعي پېښو پر وړاندې په معیاري ډول ترمیم او ورغول شي.
نوموړي همدارنګه ووېل چې د ژمي موسم را رسېدو په حالت کې دې او اړتیا ده ترڅو د زلزلې ځپلو او نورو زیانمن شویو لپاره د ژمي مرستې هم ووېشل شي.
ورپسې حامد مختار د JOHANNITER دفتر مسوول د ۲۰۰۲ کال څخه را پدیخوا د خپلو کړنو په اړه معلوماتو په وړاندې کولو سره ووېل چې په لومړۍ پړاو کې یې ۵۲۰ کورنیو ته د کور مکمل توکي وېشلي دي.
ښاغلي مختار وویل د JOHANNITER دفتر د آلمان هېواد په مالي همکاري په زلزلې ځپلي سپېرې ولسوالۍ کې ۵۰۰ کورونه ترمیم او رغوي.
هغه زیاته کړه چې ۴۰۰ کورنیو ته د معیشت بدیل څاروي او د ژمي مرستې هم په یاده ولسوالۍ کې زلزلې ځپلو لپاره وېشل کېږي.
تصویر خبرتصویر خبر

Latest news

Sun, Jun 22 2025 10:14 AM
Background image

The Acting Head of ANDMA had a Visit to Badakhshan Province after Reviewing the Administrative Affairs in Takhar Province 

Today, on Sunday, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, continued his official visits to various provinces of the country. . .

Fri, Jun 20 2025 10:40 PM
Background image

ANDMA’s Acting Head Visits Kanduz Province After Reviewing Administrative Affairs in Baghlan Province

Today, on Friday, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, arrived in Kanduz Province as part of his tour to. . .

Fri, Jun 20 2025 10:36 PM
Background image

ANDMA’s Acting Head Visits Baghlan Province After Reviewing Administrative Affairs in Samangan Province

Today, on Friday, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, arrived in Baghlan Province as part of his tour to. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .