د الخدمت بنسټ موسسې ۸۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سره مرسته وکړه

rahyab
Sat, May 21 2022 9:52 AM
News

ننګرهار- د غویي ۳۰مه- ۱۴۰۱
د پاکستان اسلامي جمهوریت د الخدمت فاوندیشن تېره ورځ ۸۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکې د تورخم بندر له لارې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سره مرسته وکړه.
د دغو مرستو د سپارلو په پروګرام کې مولوي شمس الدین حقیار، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د نړیوالو اړیکو رییس د پاکستان اسلامي جمهوریت او د الخدمت فاوندیشن د مرستو په ستایلو سره وویل: دغه مرستې به د وروستیو سیلابونو څخه زیانمن شویو ته د رسېدنې لپاره د ولایتونو زیانونو ته په پام سره زیانمن شویو ته د رسېدنې او خواخوږي په پار ولېږل شي.
په دوام کې خالد وقاص د خیبرپشتونخواه د الخدمت فاوندیشن رییس 80 ټنه مرستو ته په اشارې سره وویل: په دغو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، مالګه، درمل، بالشت او توشکې شامل دي، چې زیانمن شویو ته د رسېدو په پار پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سره مرسته وشوه او همدارنګه ژمنه یې وکړه ترڅو د ا.ا.ا سره به نورې بشرې مرستې هم ترسره شي. 
د یادونې وړ ده چې د پاکستان اسلامي جمهوریت ۷ ټنه بشري مرستې چې اوړه، غوړي، بوره، خیمې او ترپال په کې شامل و، د مولانا محمد جلال الدین بلخي هوایي ډګر له لارې د هیواد سویلي ولایتونو سره مرسته کړې ده.
NewsNews

News picture
 

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .