په کابل کې مېشت د ترکیې جمهوریت سفیر: ترکیه په افغانستان کې د پېښو له امله زیانمن شویو ته د بشري مرستو د همکاري لپاره چمتو دې

rahyab
Thu, Mar 10 2022 12:55 PM
News

کابل- د کب ۱۹مه ۱۴۰۰
محترم الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، نن سهار له جهاد ارګینای په کابل کې مېشت د ترکیې جمهوریت سفیر او فرید احمد ضیا په کابل کې مېشت د ترکیې د هلال احمر استازولۍ رییس سره د ترکیې هیواد د بشري مرستو د همکاري لپاره د چمتووالي په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او ترکیې پر تاریخي اړیکو په خبرو سره وویل: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت یو غیر سیاسي سازمان دی چې فعالیتونه یي زیانمنونکو او زیانمن شویو ته رسېدنه ده.
محترم الحاج ملا محمد عباس آخند په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خبرو سره زیاته کړه چې طبیعي پېښې لکه: سیلابونه، زلزله، وچکالۍ و.... د خلکو د زیانمنتوب کچه لوړه کړې ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د دواړو ملګرو هیوادونو ترمینځ د ګډ کلتور او دین په اړه یادولو سره د ترکیې له سفیر څخه د پېښو له امله زیانمن شویو ته د بشري مرستو، د دغه وزارت د کارکونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونو ترسره کولو او د معیاری ګدامونو د جوړولو غوښتونکۍ شو.
ورته مهال جهاد ارګینای په کابل کې مېشت د ترکیې جمهوریت سفیر د مننې ترڅنګ د افغانستان او ترکیه د تاریخي ملګرتیا په یادولو سره وویل: په تېر وخت کې افغانانو په همداسې وخت کې د ترکیې له خلکو سره مرسته کړي وه او اوس وخت را رسېدلې ترڅو د افغانستان خلک یوازې پرېنږدو.
په کابل کې مېشت د ترکیې سفیر په تېرو کلونو کې د خپل هیواد د کړنو په یادولو سره وویل: اوس ترکیه د نورو کړنو ترڅنګ په افغانستان کې د پېښو څخه زیانمن شویو ته د بشري مرستو په برخه کې د همکاري لپاره چمتو دی.
وروسته فرید احمد ضیا په کابل کې مېشت د ترکیې د هلال احمر د استازولۍ رییس د بشري مرستو په برخه کې د خپلو کړنو په اړه یادونه وکړه او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر سره یې د سیلابونو او وچکالۍ له امله زیانمن شویو ته د بشري مرستو رسولو ژمنه وکړه.
په پای کې دواړو خواوو پر ملګرتیا، همغږي او معلوماتو د شریکولو په اړه پر همکاري خبرې وکړې او پر دوامداره همکاریو یې ټینګار وکړ.

News


 

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .