بسم الله الرحمن الرحیم
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله ډیر ځپل کیږي. چې هر کال د میلیونونو خلکو روغتیا ته ګواښ کوي.
زموږ هیواد د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله ډیر اقتصادي زیانونه ګاللي دي. د اقلیم د بدلون او نورو طبیعی افتونو له امله رامنځته شوی بشری وضعیت په افغانستان کې د اکثریت وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، او د بشری مصونیت پر وړاندې یې جدی ننګونه کړې ده.
د اقلیم بدلون د جیوپولیټیک څخه نیولې تر اقتصاد او مهاجرت پورې د انسانانو او د نړۍ پرمخ د نورو ژوندیو موجوداتو په ژوندانه ژورې اغیزې لري.
افغانستان د نړۍ د CO2 ګازونو ډېره لږ (0.19 ٪) برخه تولیدوي خو برعکس له اقلیمي بدلون څخه رامنځ ته شویو پېښو (مسلسلو وچکالیو او شدید سېلابونو) ډېر اغېزمن شوی هېواد دی.
افغانستان د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس نړیوالې توافقنامې (Paris Agreement) او همدارنګه د طبیعي افتونو د زیانونو د مخنیوي چوکاټ (Sendai framework for disaster risk reduction) غړی هېواد دی. د پورتنیو دوه نړیوالو سندونو په رڼا کې د COP26 غونډې په مشرتابه غږ کوو چې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې د دې پدیدې د اغېزو په پام کې نیولو سره برابر مالي مرسته وکړي.
همدارنګه د اقلیمي بدلون او طبیعي افتونو د زیانونو د مخنیوي پروژو بودیجه باید د بشري مرستو په څېر له تحریمونو اغېزمنه نشي، تر څو افغان ولس د دې پدیدې د ناوړه پایلو مخنیوی وکړي او په راتلونکي کې د اقلیمي بدلون څخه لا زیانمن نشي.
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخه کې د اسلامی او ملي ګتو په رڼا کي ټولو نړیوالو منل شویو اصولو ته ژمن دی ترڅو د خپلو عمراني او پروژوي فعالیتونو په جریان کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې اړونده دستورالعملونه مراعات کړي.
همداراز له نړيوالو هم غواړي چې د افغانستان خلک په دې برخه کې یوازې پرېنږدي.
د پېښو په وړاندې د چمتووالي او رسیدنې ملي اداره
اطلاعیه هاAll announcements
Warning!
Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .