بسم الله الرحمن الرحیم

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله ډیر ځپل کیږي. چې هر کال د میلیونونو خلکو روغتیا ته ګواښ کوي.
زموږ هیواد د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله ډیر اقتصادي زیانونه ګاللي دي. د اقلیم د بدلون او نورو طبیعی افتونو له امله رامنځته شوی بشری وضعیت په افغانستان کې د اکثریت وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، او د بشری مصونیت پر وړاندې یې جدی ننګونه کړې ده.
د اقلیم بدلون د جیوپولیټیک څخه نیولې تر اقتصاد او مهاجرت پورې د انسانانو او د نړۍ پرمخ د نورو ژوندیو موجوداتو په ژوندانه ژورې اغیزې لري.
افغانستان د نړۍ د CO2 ګازونو ډېره لږ (0.19 ٪) برخه تولیدوي خو برعکس له اقلیمي بدلون څخه رامنځ ته شویو پېښو (مسلسلو وچکالیو او شدید سېلابونو) ډېر اغېزمن شوی هېواد دی.
افغانستان د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس نړیوالې توافقنامې (Paris Agreement) او همدارنګه د طبیعي افتونو د زیانونو د مخنیوي چوکاټ  (Sendai framework for disaster risk reduction)  غړی هېواد دی.  د پورتنیو دوه نړیوالو سندونو په رڼا کې د COP26  غونډې په مشرتابه غږ کوو چې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې د دې پدیدې د اغېزو په پام کې نیولو سره برابر مالي مرسته وکړي.
همدارنګه د اقلیمي بدلون او طبیعي افتونو د زیانونو د مخنیوي پروژو بودیجه باید د بشري مرستو په څېر له تحریمونو اغېزمنه نشي، تر څو افغان ولس د دې پدیدې د ناوړه پایلو مخنیوی وکړي او په راتلونکي کې د اقلیمي بدلون څخه لا زیانمن نشي.
د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخه کې د اسلامی او ملي ګتو په رڼا کي  ټولو نړیوالو منل شویو اصولو ته ژمن دی ترڅو د خپلو عمراني او پروژوي فعالیتونو په جریان کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې اړونده دستورالعملونه مراعات کړي.
همداراز له نړيوالو هم غواړي چې د افغانستان خلک په دې برخه کې یوازې پرېنږدي.

د پیښو د رسیدو په چاروکی د دولت د وزیر دفتر

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .