۸۱۵ زره او ۹۶۱ افغانۍ ۱۱۱ کاریګرو ته په ننګرهار ولایت کې د کار په بدل کې ووېشل شوې
ننګرهار- د ربیع الاول ۱۶-۱۴۴۶
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اکټیډ موسسې سره په همکاري, د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار ۸ ناحیې اړوند ۱۱۱ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۸۱۵ زره او ۹۶۱ افغانۍ ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې, یاد شمېر کاریګرو په مجموع کې ۲۱ ورځې کار ترسره کړ او د هر کاریګر لپاره د یوه ورځ کار په بدل کې ۳۵۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې وې.