۶۱ زیانمنو کورنیو ته په کونړ ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې
کونړ- د وري ۸مه-۱۴۰۳
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۶۱ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
د دغو مرستو د وېش په لړۍ کې هرې کورنۍ ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، ۲ کیلو مالګه او ۲.۱ کیلو بسکېټ ترلاسه کړل.