۴ میلیونه او ۵۶۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ ۳۶۸ زیانمنو کورنیو ته په پکتیکا ولایت کې د کورونو ترمیم لپاره ووېشل شوې
پکتیکا- د چنګاښ ۲۷مه-۱۴۰۲
د کنسرن موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې ۳۶۸ کورنیو ته چې د تېرې زلزلې له امله یې کورونه په نیمه او بشپړډول ویجاړ شوي و، د کورونو ترمیم او د کور اړتیاوو پوره کولو لپاره د لومړي قسط نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۲۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.