۳۳۵ زیانمنو کورنیو په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۲:۳۵
news  image

ننګرهار- د غبرګولي ۲۷مه-۱۴۰۲
د WFP په مالي ملاتړ د RRDPO موسسي د ننگرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په کامه، بټي کوټ، سپین غر، سره رود، دره نور، ګوشته، شیرزاد، اچین، چپرهار، هسکه مینه، کوز کونړ، مهمند دره، غنی خېل، نازیان، پچیراګام، رودات ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار کې ۳۳۵ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو، سیلابونو او زلزلې امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې له یادې جملې ۳۲۷ کورنیو ته ۱۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۰ لیتره غوړی، ۱۲.۵ کیلو ګرامه دال او ۱ کیلو ګرام مالګه د هرې کورنۍ لپاره همدارنګه ۸ نورو کورنیو ته، ۲۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۲۰ لیتره غوړي، ۲۵ کیلو ګرامه دال او ۲ کیلو ګرامه مالګه هرې کورنۍ ته ووېشل شول.

news image


 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .