۳۰ زیانمن شویو کورنیو په بدخشان ولایت کې نغدي پیسې ترلاسه کړې
بدخشان- د وږي ۳۰مه-۱۴۰۱
د بدخشان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د میشن اییسټ دفتر سره په همغږي، ۳۰ زیانمن شویو کورنیو ته د بدخشان ولایت په ارګو او درایم ولسواليو کې هرې کورنۍ ته ۱۷۴۶۰ افغانۍ د سرپناه د ترمیم لپاره ووېشلې.