۱۶۶ بېوزله کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې نغدي مرستې ترسره شوې
د IRC موسسې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، ۱۶۶ بېوزله کورنیو ته د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې له سروې وروسته د خوراکي توکو پېرلو په موخه نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره