۱۲۶ زیانمنې کورنۍ په ننګرهار ولایت کې له خوراکي او غیرخوراکي مرستو برخه منې شوې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت کوز کونړ ولسوالۍ اړوند ۱۲۶ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۷ لیټره غوړي او ۲ تختې کمپلې ترلاسه کړې.
۲۹/۳/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره