په کونړ ولایت کې ۵۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
کونړ- د کب ۱۳مه-۱۴۰۲
د SVA موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په ډانګام ولسوالۍ کې ۵۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلو اوړه، ۱۴ کیلو لوبیا، ۱۴ کیلو بوره، ۲۰ لیټره غوړي، ۲ تختې کمپلې، ۱ تخته پلاستیکي فرش، د ګاز ۱ ډبه، ۱ دیګ بخار، ۲ دانې چاۍ جوش، ۲ دانې پټو او د لارې کرایې لپاره ۳۰۰ افغانۍ هم ووېشل شوې.