په پکتیا ولایت کې ۱۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت ډنډی پټان ولسوالۍ اړوند ۱۰ کورنیو ته چې د وروستیو طوفانونو له امله یې کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ شوې و, له سروې وروسته د یاد ریاست مشر مولوی نثار احمد نجات په شتون کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۱۰۰ کیلو اوړه, ۵۰ کیلو وریجې, ۵ لیټره غوړي, ۷ کیلو بوره, ۷ کیلو لوبیا, ۳ تختې کمپلې او ۱ هایجن کېټ ترلاسه کړل.
نیته:۱۴۴۶/۳/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
