د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
news image

 د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ مؤسسې د        ((IED/IM-09 او IED/IM-10)) ټيمونو په ملاتړ، د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په ادرونيکه او حاجي کريم داد سيمو کې دوه عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل.

د یادو عملیاتو په ترڅ کې، دوه کړۍ IED ماينونه کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل، چې په خنثی کولو سره یې سیمه ییز وګړي له احتمالي خطرونو څخه خوندي شول.

د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو غوښتي، چې د هر ډول چاودېدونکو او مشکوکو توکو د لیدلو په صورت کې دې ژر تر ژره له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، تر څو پر وخت لازم اقدامات ترسره شي او د احتمالي پېښو مخه ونیول شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د خطرونو د کمولو د پروژو سروې وشوه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ولایت مقام، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د کلکان ولسوالۍ او د سیمې د مخورو په همغږۍ، د دغې ولسوالۍ د زمه او کارنده کلیو کې د یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .