په واخان ولسوالۍ کې ۳۱۵ مستحقو کورنیو سره خوراکي مرستې ترسره شوې
د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هستوګنې لپاره د آقا خان د دفتر په ملاتړ، د واخان ولسوالۍ اړوند ۳۱۵ خورا بې وزله کورنۍ د خوراکي مرستو تر پوښښ لاندې راوستې.
د یادونې وړ ده چې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۲ لیتره غوړي، ۱۲ کیلو لوبیا او ۱.۵ کیلو مالګه ووېشل شوه.
۱۴۴۶/۵/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره