په هلمند ولایت کې له ۷۱۴طبیعي پېښو څخه زیانمن سوي کورنیو ته خوراکي مرسته وویشل سوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۱:۲۵
تصویر خبر

نن سې شنبه په لښکرګاه ښار او د هلمند ولایت په ولسوالیو کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۷۱۴ زیانمنو کورنیو لپاره د خوراکي موادو د وېش بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
یادې مرستې د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري، په لښکرګاه ښار کې د سیمه‌ییزو ادارو د ګډ پلاوي په حضور کې ترسره شوې او د دقیق سروې وروسته زیانمنو کسانو ته وېشل شوی؛ ۳۵۷ کورنیو ته ۲۵ کیلو وریجې او ۳ کیلو غوړي، او ۳۵۷ نورو کورنیو ته ۵۰ کیلو اوړه او ۳ کیلو غوړي په شفاف ډول ووېشل شول.

نېټه: ۲۲ ربیع‌الاول -۱۴۴۶
له پېښو سره ډ مبارزې آمادګۍ  ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۳۱۵ زیانمنو کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۵:۹
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یوې کورنۍ سره خوراکي مرستې وکړې

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یوې زیانمنې کورنۍ ته اوړه، وریجې او ۶ لیټره غوړي ووېشل.

نېټه:۱۴۴۶/۵/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره 

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۴:۱۰
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرستې وکړې

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۴ کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې پروسه کې هرې کورنۍ ته ۳ تختې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .