په ننګرهار ولایت کې ۱۲۶ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش

د RRDPO موسسې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همکارۍ, د یادې موسسې سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام لخوا لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, په کوټ, کوزکونړ, چپرهار او دره نور ولسوالیو کې د وروستیو بارانونو له امله ۱۲۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست او د خوراک نړیوال سازمان له لوري له سروې وروسته, هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه, ۹.۱ کیلو غوړي, ۱۲.۵ کیلو دالنخود, یو کیلو مالګه, انرژي لرونکي بسکوټ او د پنځو کلو نه ښکته ماشومانو لپاره تغذیوي مواد ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې, د دغو مرستو ترلاسه کونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له ریاست او یادې موسسې څخه مننه او خوښي څرګنده کړه.
۱۴۴۶/۰۴/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره