په ننګرهار ولایت کي ۲۳۴ کورنیو سره د نغدي او د غیر خوراکي موادو مرسته ترسره شوه
ننګرهار- د زمري ۱۹مه-۱۴۰۱
د IOM, DRC او ACTED موسسو د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې ۵۲ سیلاب ځپلو کورنیو سره د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا د غیرخوراکي توکو لکه کمپلې، فامیلي کېټ، د کور جوړولو وسایل، خیمه، فرش، ترپال، ګاز ډبه او سولر ګروپونه مرسته ترسره شوه.
همدارنګه د DRC موسسې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند ۱۷۵ زیانمن شویو کورنیو ته د کور جوړولو لپاره د ۳ میلیونه او ۲۹۸ زره او ۵۵۰ نغدو افغانیو مرسته وکړه.
د یادونې وړ ده چې ACTED موسسې هم ۹ زیانمن شویو کورنیو سره ۲۲۳ او ۲۰۰ نغدو افغانیو مرسته وکړه.