په میدان وردګ ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
میدان وردګ- د سلواغې ۳۰مه-۱۴۰۱
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د Union Aid موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۲۵ کیلو لوبیا، ۲۵ کیلو بوره، ۲ کیلو چای، ۱۶ لیټره غوړي، ۱ کیلویي د ګاز ډبه او ۱ تخته کمپله ووېشل شول.
