له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ماینونو او ناچاودو توکو د قربانیانو لپاره د تفریحي پارک، کتابتون او د یادګاري منار د جوړېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۲۱:۲۷
news image

نن ورځ د پنج شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ الحاج ملا نورالدین ترابي، د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ له رییس؛ قاري نورالدین رستم خیل سره یوځای د کابل ښار د یولسمې ناحیې په ګولای پارک سیمه کې د ماینونو او ناچاودو توکو د قربانیانو په یاد کې د تفریحي پارک، کتابتون او منار د جوړولو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
محترم ترابي صاحب، پارک ته د خپل سفر په جریان کې وویل چې ماینونه اوس د انسانیت د پټ دښمن په توګه پیژندل کېږي او په افغانستان کې یې خلکو ته ډېر تلفات اړولي دي. هغه زیاته کړه، چې موږ د یو مسؤل بنسټ په توګه تل هڅه کوو، چې افغانستان له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاک کړو.
نوموړي وویل، چې د ماینونو د قربانیانو د تسلیت لپاره به په دې تفریحي پارک کې د ماینونو او ناچاودو توکو د قربانیانو د یادګار منار او کتابتون جوړ شي چې موږ به یې د جوړولو له چارو څخه په دوامداره توګه څارنه کوو.
د یادولو وړ ده، چې دا پارک د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د دې ادارې او د ماین پاکۍ د همکارو موسسو په همغږۍ د جوړېدو په حال کې دی، چې کار یې شاوخوا ٨٥ % بشپړ شوی دی او ډیر ژر به پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نیټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۹ هـ ق
له پېښو د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .