له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (AWSDC) مؤسسې تر منځ د (۷۵,۰۰۰) پنځه اویا زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه
نن ورځ چهار شنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د AWSDC مؤسسې د مرستیال او کفیل محمد صادق عیار او د پرو ګرام د مسؤل فردوس ابراهیمي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل او د (۷۵,۰۰۰) پنځه اویا زره ډالرو په ټولیز ارزښت یې د ګډو همکاریو تفاهم نامه ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب له هرڅه مخکي د یادي مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چي اوس د ژمي موسم دی تر بل هر وخت خلګ مرستو ته زیاته اړتیا لري او مؤسیسات باید ژمنۍ مرستي پر خپل وخت وویشي.
همدازار ښاغلی ترابي صاحب د دیادي مؤسیسې د فعالیت او مرستي څخه ځانګړي مننه وکړه چي د ژمي په موسم کي د زیانمنو کورنیو سره بیلابیلي مرسته کوي او د مرستو پر ژر رسیدنه یی یو ځل بیا ټینګار وکړ.
د یادي مؤسیسې مرستېال محمد صادق عیار وویل چي یاده مؤسیسه افغان اولسونو ته ته خدمتونه کوي او موږ هڅه کوو چي مرستي ژر تر ژره زیانمنو کورنیو ته ورسوو.
دیادوني وړ ده یاده تفاهم نامه چي لاسلیک سوه له مخي به یې د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کي لاندي خدمتونه ترسره کوي.
۱— د ټولنې پوهاوۍ لوړول: د لومړني خبر ورکونې سیسټم (EWS) له لارې د ټولنې د مشرانو، په ځانګړي ډول د خطر او د پيښو د مدیریت کمیټو (CBDRRM) غړو ته به د لومړني خبر ورکونې سیسټم (EWS) په اړه اړین پوهاوی ورکول کیږي.
۲— دري ورځنۍ ترینینګ او د خطراتو د کموالي د کمیټو د غړو لپاره اړیني بستې آماده کول او د ترینینګونو ګډونوالو لپاره ریفرشمنت چې مجموعي بودجه یې ۲۸۵۰ ډالر کیږي،
پنځه ورځنۍ د عامه پوهاوی برنامه د (EWS: Early Warning System) په اړه د ۴ کمیټو یا ۶۰ کسانو لپاره او ګډونوالو لپاره ریفرشمنت، بنر و نور اړین بروشرونو برابرول ۳۳۵۰ ډالرو یې بودجه ده.
۳— د وچکالۍ او سېلاب له امله زیانمن سویو خلکو لپاره د خوراکي موادو بسته ګانو وېش د غیرنغدي مرستو په شکل د خوراکي بسته ګانو، لاندې توکي ویشل : ۳۷۰ کورنیو لپاره د یوې میاشتې خوراکي بسته ګانې چې په دې توکو مشتمل دي ۱۰۰ کیلوګرامه غنم اوړه ، ۵ لیتر نباتي غوړي ، ۹ کیلوګرامه دال ، ۲۴.۵ کیلوګرامه وریجې او ۱ کیلوګرام آیودین لرونکې مالګه د ۱۰۰ ډالر په ارزښت، د یوې کورنۍ لپاره چې د ۷ څخه تر ۸ کسانو څخه جوړه سوې وي او همدارنګه ۲۲۰۰ ډالر د موادو ترانسپورت او بنر چاپ اټکل سوې ده.
۴— د ژمي لپاره د نغدي مرستو وېش: ۷۱ کورنیو ته د یو ځل لپاره ۱۰۰ امریکایي ډالر نقدي مرسته د ژمي د بستي په توګه ورمول کیږي.
نیټه: ۱۴۴۷/۶/۵ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
