له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ تخنیکي غونډه ترسره شوه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۸:۱۱
تصویر خبر

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د نړیوالو اړیکو ریاست او د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) د تخنیکي پلاوي ترمنځ تخنیکي غونډه د دې ادارې په انګړ کې ترسره شوه.
د دې ناستې موخه د بېړنیو حالاتو پر مهال د دوه اړخېزه همکاریو د چټکتیا او اسانتیا او د طبیعي پېښو پر وړاندې د اغېزمنې ځواب وینې په اړه بحث او د نظرونه تبادله کول وو.
د ناستې په ترڅ کې، دواړو لوریو د پېښو پر مهال د سیمه ییزو رضاکارو ټیمونو د جوړولو او له هغوی څخه د کار اخیستو پر اړتیا ټینګار وکړ. هغوی دا ټیمونه د چټکې ځواب وینې، زیان‌منو ټولنو ته د لاسرسي او د چمتووالي او احتمالي خطرونو په اړه د عامه پوهاوي د وړاندې کولو لپاره ډېر مهم وبلل.

همداراز، په ناسته کې دا هم څرګنده شوه چې د رضاکارو د روزنې، مجهز کولو او بسیج پروسه کولای شي د بېړنیو حالاتو پر مهال د ټولنو د مقاومت د لوړولو تر ټولو اغېزمنه لاره وي او دواړو لوریو د دې موضوع په اړه د ګډو میکانیزمونو پر جوړولو، د همغږۍ د پروګرامونو پر تدوین او د استراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې د معلوماتو شریکولو او د ځواب وینې د بهیر د اسانتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .