له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې نړېوالې مؤسسې ترمنځ د ۳٫۴۴۱٫۳۴۶ ډالرو په ارزښت د هیواد په ختیځ زون کې د ۶۰ کوچنیو بنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۶:۴
news image

نن سهار یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي هوساینې نړېوالې مؤسسې له رئیس محمد ذوالقرنین عباس سره وکتل او د هیواد په ختیځ زون کې  یی د استنادي دیوالونو او چیکډمونو جوړولو په برخه کې د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب د مؤسسې رئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هغوی د خلکو د خدمت په برخه کې زیات فعالیتونو ترسره کولو ته راوبلل او د یادې پروژې په اړه یې ورڅخه معلومات واورېدل.
په ورته وخت کې، محمد ذوالقرنین عباس، د اسلامي هوساینې نړېوالې مؤسسې رئیس د دې ادارې له سرپرست څخه د مؤسسو سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او د یادې پروژې په اړه یې تفصیلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي زیاته کړه چې مؤسسه به په راتلونکي کې د بنسټیزو پروګرامونو په پلي کولو کې لا زیاته هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، یاده مؤسسه به د ۳٫۴۴۱٫۳۴۶ ډالرو په مجموعي ارزښت په لغمان او کونړ ولایتونو کې ۶۰ کوچنۍ او متوسطه د خطر کمولو پروژې چې استنادي دیوالونه، چیکډمونه، یا د سیمو او خلکو اړتیاوو ته په کتو د سروې له مخې مشخصې  پلي کړي. 
همدارنګه، د دې پروژې له مخې به د لغمان ولایت په علیشنګ او علینگار ولسوالیو او د کونړ ولایت د سرکانو او نرنګ ولسوالیو په ۶۰ کلیو کې د خطر کمولو کمیټې د جوړولو ترڅنګ د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه به ترسره کړي او دې کمیټو ته به د خطر کمولو وسایل وویشي.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۳ 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .