له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست دملګرو ملتونو داستوګني اداره (UN HABITAT) دمسؤل سره وکتل 

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۲:۱۰
تصویر خبر

نن ورځ شنبه سهار له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي او دملګرو ملتونو داستوګني ادارې دابادۍ برنامي مسؤل سید اسعدالله وهاب او دهماهنګۍ مسؤل حاجي محمد حمیدي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب UN HABITAT ادارې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته کړل چي خوښ یو چي داخلي او خارجي مؤسیسات په افغانستان کي خلګو ته خدمتونه وړاندي کوي.
همدارنګه ترابي صاحب یو ځل بیا ټینګار وکړ چي باید مؤسیسات په ولایتونواو ولسوالیو کي خلګو ته اساسي او غوره کارونه وکړي ترڅو اولس ورڅخه ښه استفاد وکړي.
دملګرو ملتونو داستوګني ادارې دابادۍ برنامي مسؤل سید اسعدالله وهاب وویل چي موږ دخوست ولایت په صبرۍ ولسوالۍ کي هلته سروې کوو او ورسته چي هغه دصبرۍ ولسوالۍ خلګو چي کم شي غوښتنه وکړل موږ ورته د ۴۱۹۰۰۰ څلور لکه او نولس زره دالرو په ارزښت پروژه ورته ځانګړي کړی ده.
ورسته دترابي صاحب لخوا یادونه وسوه چي موږ په خوست ولایت کي له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ریاست ته رسمي امر کوو چي هلته UN HABiTAT ادارې سره په سروې کي بشپړه همکاري وکړي. 
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۱۸ هـ ق 
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارهاداره ملی آمادگی مبارزه با حوادث

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل

نن د چهار شنبې ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر محترم آیبک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

 د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ مؤسسې د        ((IED/IM-09 او IED/IM-10)) ټيمونو په ملاتړ، د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په ادرونيکه او حاجي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل ولایت په ده سبز او فرزه ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکو د جوړولو او ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ له مخې، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .