د پېښو چارو د همغږۍ معین د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، د لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني او زابل ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري بهیر له څارنې وروسته، کندهار ولایت ته ورسېد.
په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د کندهار ولایت له والي، محترم الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د دې ولایت له پېښو د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم حاجي قاري عبدالسلام عمري په شتون کې وکتل. دغه ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې ناسته کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو، احکامو او مکتوبونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو ارزونه، د بشردوستانه مرستو د وېش تعقیبول، د ماین پاکۍ، د نشراتي چارو او همدارنګه د موجودو ستونزو او وړاندیزونو اورېدنه یاده کړه.
هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلې کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د کندهار محترم والي صاحب، د زیانمنو په برخه کې د یادې ادارې له هڅو او رسېدنې څخه د قدردانۍ ترڅنګ د دې ولایت زیانمنېدو ته په اشارې سره وویل چې د کندهار خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او د بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.
په پای کې محترم والي صاحب له دې بهیر څخه د خوښي په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د دویمو واحدونو له چارو څخه څارنه او څېړنه د حکومتولۍ یو مهم اصل دی او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۴/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره