د میدان وردګ ولایت په بند چک ولسوالۍ کې یو شمېر ناچادوه توکي کشف او خنثی کړل شول

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ایریا QRT-04 ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ، د یاد ولایت د بند چک ولسوالۍ په مدد او کاکا خیلو کلیو کې یو عدد بوشکه ډوله د سړک د سر ماین او یو عدد د هاوان مرمۍ کشف او په خوندې توګه خنثی کړل.
د یادونې وړ ده، چې د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست له سیمه ییز خلکو غوښتي، چې د هر ډول مشکوک يا چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کې، ژر تر ژره له اړوندو مسؤلينو سره اړيکه ونيسي، تر څو د خنثی کولو لپاره یې اړين اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداری