د کندهار ولایت اړوند ۶۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې
کندهار- د وږي ۳مه-۱۴۰۱
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت شورابک ولسوالۍ اړوند ۶۰ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته یو باب خیمه، یو پارسل دال نخود، یو پارسل وریجې ووېشلې.
همدارنګه د سرې میاشتې ریاست د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، ۶۵ زیانمنې کورنۍ، چې هرې کورنۍ ته 1 کارتن د اشپزخانې کيټ، 5 دانې داوبو ډبې، 1 دانه ترپال 2 دانې کمپلې ووېشلې.
او د کندهار ولايت والي په ځانګړي همکاري د یادو کورنيو لپاره 1 پارسل اوړه، 1 ډبه غوړي، 1 کارتن د کوچنيانو بسکوټ، چاى، مالګه او اورلګيت ووېشل شول