د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۷۲ مستحقو کورنیو ته ۸,۴۹۶,۰۰۰ افغانۍ ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز کې ۴۷۲ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د شپږو قسطونو ۱۸,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۸,۴۹۶,۰۰۰ (۸ میلیونه او ۴۹۶ زره) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
په پام کې ده, چې په راتلونکو میاشتو کې به یادو کورنیو ته د پاتې دوو قسطونو پیسې هم ووېشل شي.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره