د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت مقام په لارښوونه, د طبیعي پېښو له امله ۱۰۳ زیانمنو, اړمنو او بېوزله کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې بهیر کې له سروې وروسته, د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۲۱ کورنیو هرې یوې ته دوه بورۍ اوړه ۵۰ کیلویي, یوه بورۍ وریجې ۵۰ کیلويي او ۲ تختې کمپلې او پاتې نورو هرې کورنۍ ته یوه بورۍ اوړه ۵۰ کیلویي او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
ورته مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ووېل, چې دا مرستې بسنه نه کوي او موږ هڅې کوو چې د خلکو لپاره د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړو.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره