د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د اورلګېدنې له امله ۳۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده, چې په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه, ۵۰ کیلو وریجې, ۳ تختې کمپلې او یوه بسته هایجن ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره