د هلوټرسټ د ماین پاکي خدمتونو نړیوالې موسسې عمومي رییس سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال لیدنه
کابل- د غبرګولي ۲۴مه-۱۴۰۱
محترم مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال له محترم جیمس د هلو ټرسټ د ماین پاکي د خدمتونو نړیوالې موسسې عمومي رییس سره نن سهار په خپل کاري دفتر کې لیدنه او په افغانستان کې د ماین پاکي په پروګرامونو باندې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې مولوي شرف الدین مسلم د بشري کارونو د ارزښت په اړه په خبرو سره وویل چې انسانیت په کوم ځانګړي مذهب او دین پوري اړه نلري او هر څوک چې بشري کارونه کوي، موږ یې هرکلۍ کوو.
ښاغلي مسلم وویل سره له دې چې نن په افغانستان کې امنیت رامېنځته شوې باید هڅه وشي چې څوک د ماین چاودیدو او ناچاوده توکو څخه زیان و نه ویني. نوموړي د دې ترڅنګ چې د هلو ټرسټ موسسې عمومي رییس ته یې د کابل- غزنی او غزني- قندهار د لویې لارې د پاکولو وړاندیز وکړ او ووېل چې ښاغلۍ جیمس د محتلفو ډونرونو څخه د ماین پاکي د پروګرام لپاره د مرستو د جلبولو په پار هڅې وکړي.
محترم جیمس د هلوټرسټ نړیوالې موسسې عمومي رییس اسلامي امارت ته په ټول هېواد کې د امینت ټینګولو لپاره مبارکۍ ورکړه او وویل چې موږ نن کولاۍ شو په ټول افغانستان کې خپل کارونه ترسره کړو، خو هغه د ماین پاکي په برخه کې د بودیجې د کمښت په اړه وویل چې موږ هڅه کوو ترڅو د امریکا متحده ایالات او بریتانیا ته د ماین پاکي پروګرام څخه د ملاتړ لپاره د بودیجې د ځانګړي کولو په پار هغوۍ ته قناعت ورکړو.