د هلوټرسټ د ماین پاکي خدمتونو نړیوالې موسسې عمومي رییس سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال لیدنه

rahyab
Tue, Jun 14 2022 11:57 AM
news photo

کابل- د غبرګولي ۲۴مه-۱۴۰۱
محترم مولوي شرف الدین مسلم، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال له محترم جیمس د هلو ټرسټ د ماین پاکي د خدمتونو نړیوالې موسسې عمومي رییس سره نن سهار په خپل کاري دفتر کې لیدنه او په افغانستان کې د ماین پاکي په پروګرامونو باندې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې مولوي شرف الدین مسلم د بشري کارونو د ارزښت په اړه په خبرو سره وویل چې انسانیت په کوم ځانګړي مذهب او دین پوري اړه نلري او هر څوک چې بشري کارونه کوي، موږ یې هرکلۍ کوو.
ښاغلي مسلم وویل سره له دې چې نن په افغانستان کې امنیت رامېنځته شوې باید هڅه وشي چې څوک د ماین چاودیدو او ناچاوده توکو څخه زیان و نه ویني. نوموړي د دې ترڅنګ چې د هلو ټرسټ موسسې عمومي رییس ته یې د کابل- غزنی او غزني- قندهار د لویې لارې د پاکولو وړاندیز وکړ او  ووېل چې ښاغلۍ جیمس د محتلفو ډونرونو څخه د ماین پاکي د پروګرام لپاره د مرستو د جلبولو په پار هڅې وکړي.
محترم جیمس د هلوټرسټ نړیوالې موسسې عمومي رییس اسلامي امارت ته په ټول هېواد کې د امینت ټینګولو لپاره مبارکۍ ورکړه او وویل چې موږ نن کولاۍ شو په ټول افغانستان کې خپل کارونه ترسره کړو، خو هغه د ماین پاکي په برخه کې د بودیجې د کمښت په اړه وویل چې موږ هڅه کوو ترڅو د امریکا متحده ایالات او بریتانیا ته د ماین پاکي پروګرام څخه د ملاتړ لپاره د بودیجې د ځانګړي کولو په پار هغوۍ ته قناعت ورکړو.
News picturesNews picture

 




 

News picture

 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .